سواد او زده کړه

میډیکا افغانستان د هغو ښځو او نجونو لپاره د سواد زده کړې درسي ټولګي هم جوړوي چې د اروایی(روانی) سلا مشورو په ګروپونو کې ګډون کوی. د میډیکا افغانستان په درسی ټولګیو کې په لومړنۍ کچې دلیک لوست زده کړه کېږی او همدارنګه د ښځو د حقونو او روغتیایی پاملرنو په اړه د پوهې کچه لوړوی ترڅو په دې ډول د ښځو د وړتیا په لوړولو کې ونډه اخلي. د سواد زده کړه د ډېرو زیان منونکو او څندې ته شوؤ ښځو او د هغوی د کورنیو د ژوند کیفیت ښه کوی. ښځو ته د ترټولو ښو اړیکو جوړولو، د کورنیزو شخړو راکمولو او پرېکړو کې په ډېرې ښې او رغنده توګه د ونډې اخیستلو پوهه ورکوی.

قالب وردپرس افزونه وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس قالب وردپرس قالب صحیفه