زموږ ټیم

میډیکا افغانستان خپلې ټولې چارې د مدیره پلاوی تر پام لاندې پر مخ بیایی چې پنځو رضاکارو غړو څخه جوړ شوی دی. د میډیکا افغانستان مرکزی دفتر په کابل او دوه سیمه ایز دفترونه یې مزارشریف او هرات کې دي. د میډیکا افغانستان د کارکوونکو شمېر ۸۵ کسانو ته رسېږی. د منجمنټ یا مدیریت ټیم له یو اجرائیه رییس ، یو مرستیال ، دوه کسه د سیمه ایزو دفتر ونو رئیسان، درې د پروګرام مدیران او یو مالی رئیس څخه جوړ شوی دی. د پروژې کارمندانو کې ۱۰ کسه مدافع وکیلان، ۱۳ کسه اروایی سلاکاران، ۵ کسه ټولنیز کارکوونکی او ۸ کسه د سواد زده کړې ښوونکي شامل دي. (دکار ۶ کسه حقوقی زده کوونکي هم د روزنیزو پروګرامونو په څانګې کې د کارمندانو په لارښوونه چارې سرته رسوي) د اداري او مالی کارمندانو شمېره لسو کسانو ته رسېږی. او د حمایوي چوپړونو او امنیت په برخې کې ۳۱ کسه کارکوونکي په چار و بوخت دي.

د میډیکا افغانستان له بنسټیزې ژمنې سره سم چې دښځو پیوستون او د ښځو د دندې لرلو د پالیسی رواجول، د ښځو غوښتنو ته درناوی او د ښځو د کیسو نه اشواکولو په اړه یې لري ټولې اصلي(کلیدی) چارې د ښځو له خوا سمبالېږی.

میډیکا افغانستان لوړ مسلکی سټنډرډونه خوندي ساتي. د میډیکا افغانستان ګڼ شمېر اروایی سلاکاران د کابل پوهنتون اروا پېژندنې او تربیتی علومو له پوهنځي څخه فارغ التحصیلې شوي دي په داسې حال کې چې د طب یا ټولنیزو چارو کارکوونکې یې تخصص لری. د میډیکا افغانستان ټولو کارکوونکو د اروایی سلا مشورو او اروایی زیانونو په اړه سلامشورو ډېر کوټلي تخصصی ټریننګونه بهرنیو متخصصانو او د ډبلیو ایچ او(نړیوال روغتیایی سازمان) په څېر مؤسسو څخه ترلاسه کړي دي. میډیکا افغانستان لومړنۍ نادولتی مؤسسه ده چې ۲۰۰۲ کال کې یې د اروایی سلا مشورو بنسټ په افغانستان کې کېښود، او تلپاتو روزنیزو پروګرامونو ته ژمنتیا یې د عملی چارو معیارونه په هېواد کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسول.

د میډیکا افغانستان مدافع وکیلانې د شرعیاتو او یا حقوقو او سیاسی علومو پوهنځیو څخه فارغ التحصیلې شوي دي. هغوی د خپلواکه وکیلانو په انجمن کې ثبت او راجستر شوي او مسلکی جواز لري چې د مدافع وکیلانو په حیث د فعالیت حق ورکوی. د میډیکا افغانستان وکیلانې د ښځو د حقونو په اړه تخصص او پوهه لري . هغوی د افغانستان د قوانینو، د شریعت قانون، د بشری حقونو نړیوال قانون( د ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون)، حقوقی دفاعیو او د ښځو حقونو د بېلو بېلو اړخونو په اړه په بیابیا دوامداره ښوونې ترلاسه کړي دي. میډیکا افغانستان ۱۳ کسه د حقوقی کار زده کوونکی روزلي چې اوس مهال زموږ په دفتر کې د وکیلانو په حیث په دندو ګمارل شوي دی. اوس مهال ۶ کسه نور حقوقی زده کوو نکی په زده کړو بوخت دی.

د میډیکا افغانستان ټولنیز کارکوونکي د ټولنیز کار په برخې په تېره بیا د ښځو او ماشومانو په برخې کې د خپلو تجربو پر بنسټ مقررېږی. د میډیکا افغانستان ټولنیز کارکوونکی هم اروایی سلاکارانو او حقوقی وکیلانو سره په نژدې همکاری، د تراوما او بشری حقونو له روزنیزو پروګرامونو څخه ګټه اخلي.

قالب وردپرس افزونه وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس قالب وردپرس قالب صحیفه