28Dec 16

میډیکا افغانستان د جزايي اجرااتو قانون د تعدیل لپاره سپارښتنې وړاندې کړي دي

لکه څنګه،چې موږ په افغانستان کې دجنسیت برابرۍ لپاره هلې ځلې کوو، موږ د جزايي اجرااتو قانون د اصلاح په بهیر کې مرسته کړې ده. موږ د جزايي اجرااتو قانون د تعدیلاتو لپاره سپارښتنې وړاندې کړي، چې جنسیت-حساس شي. همدا ډول موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون د جزايي مادو په اړه یو تحلیل وړاندې کړی دی، چې د جزايي اجرااتو په قانون کې ځای پر ځای شوی دی. هغه تعدیلات، چې موږ یې سپارښتنه کړې ده، د غوره تقنیني عرفونو سره سم دي او هغه واقعیتونه په کې راغبرګ شوي، چې زموږ وکیلان ورسره په ورځنۍ توګه په محکمو کې مخ کیږي. له همدې امله، نوموړي تعدیلات ددې لپاره دي، چې زموږ د مؤکلینو سره غوره مرسته وکړي او د زیانمنو لپاره رښتیني عدالت وړاندې کړي. موږ د جزايي قانون د اصلاح کاري ډلې، زموږ ډونرانو، یوناما،…

Read More
16Dec 16

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون په یو واقعیت بدلول: د میډیکا افغانستان د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ د قضیو په اړه یو راپور

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه د افغانستان تاریخي قانون د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د ۲۰۰۹ کال په اګست میاشت کې، د افغانستان د اساسي قانون د ۷۹ مادې سره سم، تصویب شو. نوموړي قانون ته له اساسي قانون وروسته، د ښځو د حقونو د راګرځولو او لوړولو لپاره د دویمې سترې تقنیني لاسته راوړنې په توګه کتل کیږي. د لومړي ځل لپاره، قانون د تاوتریخوالي نه لیدونکې او نه لمسیدونکې بڼې په رسمیت وپیژندلې لکه اروايي زیان او د لومړي ځل لپاره، خصوصي او دولتي فعالین په یو ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره، پرته له دې چې تاوتریخوالی چیرته ترسره شوی، تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي. له پراخه لیدلوري، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون د رسیدګۍ او اغیز پر وړاندې خنډونه په هیواد کې…

Read More

زموږ روانه پروګرامونه

نیاو غوښتنه
advocacy

د ښځو ضد تاو تریخوالي په اړه دعامه پوهې د کچې لوړولو او د تاو تریخوالي درولو لپاره د ابتکاری کمپاینونو پیل کول د میډیکا افغانستان د نیاو غوښتنې د نېغ په نېغه چوپړو نو بشپړوونکي دي. د نیاو غوښتنې کارمندانو چې د اړیکو ټینګولو، عامه پالیسي، بشري حقونو او جندر مسألو …

حقوقي مرستې
Legal Aid

میډیکا افغانستان د هغو ښځو او نجونو لپاره، چې جزایی یا حقوقی ستونزې لري او د حل لارې په لټه کې دي د حقوقي مرستو پروګرام جوړ کړی دی. د میډیکا افغانستان د حقوقي مرستو په پروګرام کې د دفاع وکالت، کورنیز منځګړیتوب، د حقوقي پوهې زیاتول، حقوقي مشورې او خپلو کورنیو سره په …

اروایی- ټولنیزې سلا(مشورې)
Psychosocial Counseling

میډیکا افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د ټول کابل په ډېرو مهمو سیمو لکه پنځمې، اوومې، اتمې او دیارلسمې ناحیې، ښځینه بڼ، د ماښومانود روزنی او اصلاح مرکز، ښځینه بندخونو او د ښځو خوندي کورونو کې ځانګړې او ډله ایزې اروایی سلاوې وړاندې کوي. همدارنګه میډیکا افغانستان د هرات ښار …

قالب وردپرس افزونه وردپرس قالب فروشگاهی وردپرس قالب وردپرس قالب صحیفه