پښتو | دری | English
  • Medica Afghanistan
  • Advocacy
  • Psychosocial and Health Program
  • Legal Aid Program
 

ښوونیزو پروګرامونو

د جندر یا جنسیت او تاو تریخوالی په اړه ښوونیز پروګرام

موضوع او منځپانګه(محتوا):

  • جنسیت څه شی دی؟
  • جنسیت او ځواک
  • جنسیت او پراختیا
  • جنسیتی نابرابری
  • جنسیتی کلیشې او نارین پاله
  • تاوتریخوالی او سوله

 

موخه:  په جنسیتی مسألو د پوهې ژورتیا او د ښځو او نجونو ضد تاوتریخوالی له منځه وړل.

ګټندویان:  زده کوونکی، ښوونکي ، د ټولنې مخور(پوهان او روحانیون)، د ښځو ترلارښوونې لاندې مؤسسې او په عام ډول ټولې نادولتی مؤسسې.

د  زده کړې  پروګرام  موده:  دوه ورځې.

روغتیایی مسلکي کسانو ته، د تراوما(اروایی زیان) په وړاندې حساسو کسانو سره، د چلند په اړه ښوونیز پروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • د بدن د غړو په هکله پوهاوی او احساساتو ته پاملرنه
  • وروسته  له پېښې د سترېس(ناکراری) د شرایطو کمولو لارې چارې
  • په ناروغانو او روغتیایی متخصصانو پورې اړوند اروایی فشار
  • خپل ځان ته د پاملرنې تدبیر
  • روغتیاییحقونه او قانوني چوکاټ
  • جنسی روغتیا

 

موخه: د جنسیت او تاو تریخوالی ترمنځ اړیکو په اړه د پوهې لوړتیا؛ د تراوما په اړه د پوهې زیاتوالی او د بیا زیان رسولو کمول.

ګټندویان: ښځینه ډاکترانې، هغه روغتیاپالان او قابلې چې رغتونونو یا نورو طبی مرکزونو کې په کار لګیا دي.

د زده کړې پروګرام موده: دغه پروګرام پنځه برخې لري او هره برخه یې د یوه کال په اوږدوکې ۳ ورځې ده.

د پوهېدلو او پوهولو د مهارتونو او مسألې  حل کولو په اړه ښوونیز پروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • د پوهېدلو او پوهولو بنسټیز مهارتونه په فعال ډول غوږ نیول
  • په شفاهی توګه د پوهېدلو او پوهولو مهارتونه(د سؤال پوښتنه، لنډیز، بیاځلې تکرار      او تفسیر، غور او ژورتیا)
  • په  غیر شفاهی توګه پوهېدل او پوهول(جسمي حرکتونه لکه سر خوځول او سترګې کېکاږل)
  • عملی کارسره یوځای د مسألې حل کولو پړاوونه

 

موخه:پوهېدلو او پوهولو سره د ګډون والو ځانی او مسلکی ژوند کې د حساسیت را پارول او د بیا زیان رسولو کمول.

ګټندویان: سلاکاران، ارواپوهان، د مؤسسو اوبنسټونو بېل بېل کارکوونکي، روغتیایی ډلې  (د ډاکترانو ، قابلو او  روغتیا پالانو په ګډون)، ښوونکي  او  زده کوونکي.

 

د زده کړې پروګرام موده:  ۳ ورځې.

د اروایی- ټولنیزو سلا مشورو د مهارتونو په اړه ښوونیز پروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • د سلا تعریف
  • د سلا ورکولو اصول او قاعدې
  • د سلا د سپارښتنې یا نصیحت په وړاندې
  • محرمیت یا خوالګري
  • ځان پوهي څرنګوالی دسلا کار
  • رولونه او صفتونه
  • د اروایی سلا پړاوونه
  • د پوهېدلو او پوهولو بنسټیز مهارتونه
  • مړاویتوب او ناکراری
  • د      ښځو ضد تاو تریخوالی
  • تراوما(زیان موندنه) او بیا ځلې زیان رسونه

 

موخه: د سلا ورکولو په لړۍ پوهول، د پوهېدلو او پوهولو مهارتونه او د لومړنیو اروایی ستونزو حلول.

ګټندویان: اروایی سلا کاران، ټولنیز او  روغتیایی کارمندان، ښوونکی، روزونکی،  مدافع وکیلان.

د زده کړې پروګرام موده: ۱۵ ورځې تیوری او عملی چارې، او سربېره پردې د ښوونې په لړ کې آزموینه.

 

د دولتی او نادولتی حقوقی کارمندانو لپاره د منځګړیتوب  ښوونیز پروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • د کورنیو منځګړیتوب
  • د منځګړیتوب پړاوونه  او  لړۍ(روند)
  • د شخصی شخړې شتون
  • د شخړو ډولونه
  • د شخړو له منځه وړلو ډولونه

 

موخه: په منځګړیتوب کې د ګډون والو د مهارت  لوړول.

ګټندویان: د میډیکا افغانستان مدافع وکیلان او ټولنیز کارکوونکی، د عدلیې وزارت د حقوقی مرستو د ادارو کارمندان، د ښځو چارو وزارت ، د کار ټولنیزو چارو  شهیدانو او معلولینو وزارت، د افغان ښځو لپاره د ښځو مؤسسې او خوندی کورونو  دریم ګړي او ټولنیز کارمندان.

د زده کړې پروګرام موده: ۵ ورځې.

د پولیسانو لپاره ښوونیزپروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • دښځوضد تاوتریخوالي له منځه وړلو قانون باندې پوهه او د معلوماتو زیاتول
  • د شکمنو او تورنو کسانو حقونه
  • د ښاریانو بنسټیز حقونه
  • قانون څخه د سرغړوونکو کوچنیانو حقونه
  • د ښځو ضد تاو تریخوالی  په اړه د پولیسانو حساس ګرځول
  • د ښځو ضد تاو تریخوالی او د پوهېدلو او پوهولو مهارتونه

 

موخه: د پولیسانو او میډیکا  افغانستان ترمنځ  د همکاری په پیاوړتیا  سره نیاو ته  د ښځو د لاس رسی  زیاتول؛ د کورنیو تاوتریخوالو  د قربانیانو په اړه  د پولیسانو حساسیت را پارول؛ د ښځو ضد تاو تریخوالی  له  منځه  وړلو قانون  پلی کول؛ د پولیس منسوبینو حساسیت را پارول  ترڅو هغوی وکولای شی د کورنیو تاو تریخوالو څخه پاتې شوؤ کسانو اړتیاوې  په ښه توګه  پوره کړي، په تېره بیا د هغو ښځو او نجونو اړتیاوې چې خپلو کورونو څخه تښتي.

ګټندویان: هغه ښځینه او نارینه پولیس چې د کورنیو شخړو څېړلو دنده ورپه غاړې ده، د جرایمو څېړلو ډیپارټمنټ  او ګزمې پورې اړوند جنایی کار کوونکي.

 

د ښوونیز پروګرام موده: ۲ ورځې.

د بند خونې د پرسونل ښوونیز پروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • د شکمنوتورنو او محکومو کسانو حقونه
  • د ښځو ضد تاو تریخوالۍ دملی او نړیوالو قوانینو په رڼا کې
  • د پوهېدلو او پوهولو مهارتونه

 

موخه: بند خونې کې دننه ښځو او نجونو سره د عادلانه او مسلکی چلن لپاره د بند خونې کارکوونکو ته د ملی او نړیوالو معیارونو ورپېژندل،  تاو تریخوالي څخه پاتې شوؤ په تېره بیا هغو کسانو سره یوزړه او مسلکي چلند چې ډېرو جسمی او اروایی کړاوونو سره لاس او ګریوان دي.

ګټندویان: د بند خونې کارکوونکي، په کابل، هرات او مزار شریف کې د ماښومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه.

 

د ښوونیز پروګرام مو ده:  ۲ ورځې.

د  ودونو  د ثبت او راجستر او ښځو ضد تاوتریخوالی سره د اړیکو په اړه دینی پوهانو(دجوماتونو ملایانو) او مذهبی رهبرانو ته ښوونیز پروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • د افغانستان او شریعت  قانون سره  سم  قانونی  واده
  • په زور او د کوچنی والی عمر ناقانونه  ودونو په لږوالی  کې  د ثبتولو اهمیت
  • د زور ودونو او ښځو ضد تاوتریخوالی ترمنځ اړیکه
  • د زور ودونو اغېز د ښځو له امیند واری  او میندو او ماشومانو له مړینې سره

 

موخه: د ودونو د قانونی ثبتولو په اړه د پوهې  زیاتوالی او پایله کې یې د زور او ماشومتوب ودونو او ښځو ضد تاو تریخوالی کمښت.

ګټندویان: د جوماتونو ملایان،  ټولنیز کارکوونکی، ښوونکي، زده کوونکي،  روغتیایی کارکوونکی، پولیس، نادولتی همکاره مؤسسې او د عدلیې وزارت کارکوونکي.

د پروګرام مو ده: ۲ ورځې.

 

د سولې ټینګېدلو ښوونیز پروګرام

 

موضوع او منځپانګه:

  • د سولې او سولې د ټینګېدلو مفهومونه
  • د سولې ټینګېدلو ډولونه
  • تاوتریخوالی او پرته له تاو تریخوالی د ستونزو له منځه وړلو ستراتېژي
  • د پوهېدلو او پوهولو او د خبرو اترو مهارتونه
  • یو کسیز او یا ډله ایز اروایی زیان(تراوما)

 

موخه: د ټولنیزې سولې په ټینګښت کې د تکړه ښځو او نادولتی مؤسسو د کارکوونکو وړتیا لوړول، او سولې سره د ښځو ضد تاو تریخوالی له منځه وړلو تړاو.

ګټندویان: تکړه ښځې، د نادولتی مؤسسو کارکوونکی، دولتی چاروکې اخته ښځې.

د پروګرام موده: ۶ ورځې

 

Donation Page


 

 

 
Top of Page