پښتو | دری | English
  • Medica Afghanistan
  • Advocacy
  • Psychosocial and Health Program
  • Legal Aid Program
 

اروایی – ټولنیز او  روغتیایی پروګرام (پي اس اچ پی)

درې لسیزه جګړو د ښځو او د هغوی د کورنیو پر اروایی روغتیا ژور اغېز اچولی دی. ګڼ شمېر څېړنې په ډاګه کوی چې  د مړاویتوب  یا  ژور خفګان او نورو اروایی ستونزو لوړه کچه په افغانانو او په تېره بیا ښځو کې لیدل کېږي،  چې له  تاوتریخوالی پیل شوې ده. له بده مرغه  د افغانستان ټولنې کې، د دغه ډول مسألو په اړه بحث کول، شرم ګڼل کېږی، او یواځې لږ شمېر مسلکی کسان د اروایی ـ ټولنیزو سلا ورکولو توان لري. ګڼ شمېر افغان مېرمنې لاهم لومړنیو روغتیایی پاملرنو ته هېڅ لاس رسي نلری او که یې ولری هم ډېر لږدی. او ډېر لږ اروایی ـ ټولنیز چوپړونه هم یواځې په لویو ښارونو کې ترلاسه کېدای شی.

 

د میډیکا افغانستان اروا پوه  کارمندان  د دغه شان مسألو په پام کې نیولو سره د نړیوالو متخصصانو له خوا د اروایی زیانونو (تراوما)  په اړه سلا ورکولو ته روزل شوي او په افغانستان کې یې خپل چوپړ زیانمنو ښځو او نجونو ته، په ۲۰۰۲ کال کې وړاندې کړی دی.

 

میډیکا افغانستان د خپل نېغ په نېغه چوپړ په لړکې د فردی او ډله ایز اروایی(روانی) ـ ټولنیز پروګرام ملاتړې غونډې د کابل ښار په مهمو  سیمو لکه د ښځو خوندی کورونه او بند خونې، د کوچنیانو د اصلاح او روزنې مرکزونه، ښځینه بڼ او نورو سیمو لکه د کابل ښار پنځمه، اوومه، یوولسمه، دیارلسمه ناحیه کې وړاندې کوي. همدارنګه میډیکا افغانستان د هرات ښار په حوزوی  روغتون او د کابل ښار په رابعه بلخي روغتون او ستوماتولوژی روغتون کې د سلا مشورو مرکزونه جوړ کړي دي چې په دغو مرکزونو کې اروا پوهان  له میډیکا افغانستان کې روزل شوي طبي پرسونل سره یوځای کار کوی تر څو هغو ښځینه ناروغانو سره مرسته وکړی چې د اروایی او تراوماتیکو پېښو څخه رامنځ ته شوؤ فزیکی ستونزو څخه ځورېږی لکه وهل ټکول، جنسی تېری، د بدن د غړو پرې کېدل، ځان سوځونه  یا په کم عمرکی لنګوی. همدارنګه میډیکا افغانستان هغو ناروغانو ته  لنډ مهاله  سلا مشوره ورکوی چې د کابل او هرات روغتونونو او په تېره بیا د جراحی او سوځېدلو په څانګو یا وارډونو کې بستری دي. او که اړتیا ولیدل شی روغتیایی متخصصانو او ناروغانو ته په بحراني حالت کې د مداخلې چارې هم ور زده کوی. د میډیکا افغانستان د اروایی ـ ټولنیزې  روغتیا پروګرام هغو ښځو او نجونو ته د سواد زده کړې ټولګی هم جوړوی چې د سلا مشورو په ډلو کې ګډون کوی ترڅو د لیک لوست په زده کړې او قانونی او شرعي حقونو باندې د پوهې په لوړولو کې ورسره مرسته وشی. سربېره پردې  میډیکا افغانستان د احساس موندلو، وړتیا موندلو او  مسلکي چارو کې د پاملرنې په برخو کې هم ښوونیز پروګرامونه وړاندې کوی. همدارنګه میډیکا افغانستان  د اروایی روغتیا کارمندانو او نورو روغتیایی مسلکی کارمندانو ته د معتبر سند لرونکي تخصصي کورسونه هم جوړوی چې له اروایی پلوه  زیانمن شوؤ ښځو او نجونو سره کار کوی.

 

د تراوما(اروایی زیان) په اړه دغه ښوونیز پروګرامونه په لاندې ډولونو  یو طبی چاپېر یال کې ترسره کېږی:

تراوما سره یوې حساسې پېښې څخه ګټه اخیستنه؛ د سلا ورکولو د مهارتونو لوړول؛ او ښځو، د دوی کورنیو او ټولنې ته د ښځو ضد تاو تریخوالی او د هغه د پایلو  په اړه  پر ګڼ شمېر موضوع ګانو باندې برلاسۍ.

همدارنګه  د میډ یکا افغانستان  د اروایی ـ ټولنیز او روغتیایی پروګرام  کار کوونکی  له دولتی، ملی، نړیوالو او د مدنی ټولنې په ګډون له ګڼ شمېر په کار لګیا کسانو سره اړیکې نیسی او همدارنګه په ولایتونو کې د مسلکی زده کړو پرو ګرامونو او له پېښو څخه د څار او نورو خوندی مرکزونو ته د اړو ښځو او نجونو استولو  لپاره  لاره هواروی.

 

 

 

Donation Page


 

 

 
Top of Page