پښتو | دری | English
  • Medica Afghanistan
  • Advocacy
  • Psychosocial and Health Program
  • Legal Aid Program
 

زموږ پروګرامونه:

میډیکا افغانستان په افغان ښځو پورې اړونده مؤسسه ده چې موخه یې د ښځو ضد تاوتریخوالي له منځه وړل دي. د دې مؤسسې لارښوونه د افغان ښځو له خوا د افغان ښځو لپاره د حقوقی مرستو او اروایی- ټولنیز  ملاتړ له لارې  کېږی. د میډیکا افغانستان مرکزی دفتر په کابل کې دی او په مزارشریف او هرات کې یې د خپلو ولایتی دفتر ونو له لارې  د هېواد شمالی او لوېدیځې سیمې تر خپل پوښښ لاندې راوستې دي. میډیکا افغانستان په  غونډه توګه هغو ښځو او نجونو ته خپل چوپړ وړاندې کوی چې له کورنی تاو تریخوالی او جګړو څخه ژوندۍ پاتې شوي دي.

 

همدارنګه میډیکا افغانستان د تاوتریخوالی څخه را پیدا شوؤ ناخوالو په اړه خپل پرمختللي او مسلکي ښوونیز پروګرامونه مدافع وکیلانو،  د طب ډاکترانو، ټولنیزو کارکوونکو او مذهبی رهبرانو ته وړاندې کوي. میډیکا افغانستان عامه پوهه لوړوی اود هغو ملی او سیمه ایزو پالیسی ګانو نیاو غوښتنه کوی چې موخه یې د ښځو او نجونو ضد تاوتریخوالي له منځه وړل وي. میډیکا افغانستان کې د خپل بنسټ له وخته راهیسې(۲۰۰۲ کال) په جنسیت او تاوتریخوالي  پورې اړونده ګڼ شمېر څېړنیزې مقالې خپرې کړي دي، ګڼ شمېر طبی او حقوقی مسلکی کسان یې روزلي، ۷۰۰۰   مؤکلینو ته یې سلا مشورې ورکړي او تاو تریخوالی څخه د پاتې شوؤ تر ۹۰۰۰ زیاتو کسانو مسألو ته یې ځان رسولی دی.

 

 

Donation Page


 

 

 
Top of Page