پښتو | دری | English
  • Medica Afghanistan
  • Advocacy
  • Psychosocial and Health Program
  • Legal Aid Program
 

د مؤسسې مخینه

میډیکا افغانستان په ۲۰۰۲ کال د میډیکا مونډیل له خوا په کابل کې پرانیستل شوه. میډیکا مو نډیل یوه په آلمان کې مېشته نادولتی مؤسسه ده چې ټولې نړۍ کې د جګړې ځپلو هېوادونو او بحران کې اخته سیمو ښځو او نجونو سره مرسته کوی. میډیکا مونډیل پرته د سیاسی، قامی او ژبنې تړلتوب څخه د هغو ښځو او نجونو ملاتړ کوی چې د جنسی تاوتریخوالی څخه ځورېږی. د ټولې نړۍ  له ښځو سره یوځای میډیکا مونډیل ژمن ده چې له ښځو سره دخپل پتمن او خپلواکه  ژوند په جوړولو کې مرسته وکړي. میډیکا مونډیل دغې موخې ته  د رسېدلو لپاره په بحران ښکېلو سیمو کې د سیمه ایزو ښځو ډلې جوړوی،  د دوی د  کار او کړنو د کیفیت وړتیا لوړوی او هغوی سره د امکان تر حده مرسته کوی چې پرخپلو مټو ولاړو ملی مؤسسو بدلې شی، لکه چې میډیکا افغانستان اوس یوه پرخپلو مټو ولاړه مؤسسه ده. میډیکا مونډیل د ټولې نړۍ د ښځو او نجونو په استازیتوب،  د خپلو نورو فعالیتونو تر څنګ، د میډیکا افغانستان په ګډون، د خپلو اړوندو مؤسسوسره  ملاتړ ته دوام ورکوی.

 

میډیکا افغانستان د خپل کار له پیل( ۲۰۰۲ کال) راهیسې کار او هڅه کوی د هغو ښځو او نجونو اړتیاوې پوره کړی چې د څو لسیزو ورانوونکو جګړو په لړکې د تاو تریخوالی موخه ګرځېدلي دي . میډیکا افغانستان چې مرکزی دفتر یې په کابل کې دی د بلخ او هرات ولایتونو د سیمه ایزو  دفترونو له لارې یې د هېواد شمالي او لوېدیځې سیمې هم د خپل فعالیت تر پوښښ لاندې راوستلي دي. له بده مرغه چې دغه مؤسسه د امنیتي وضعیت د خړپړتیا له امله په سویلی  ولایت قندهارکې دخپلې ولایتی څانګې تړلو ته اړ ایستل شوه. میډیکا افغانستان د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر میاشت کې د یوې ملی او خپلواکه مؤسسې په توګه د اقتصاد په وزارت کې ثبت او راجستر شوه، چې چارې یې د افغان ښځو لپاره د افغان ښځو له خوا پر مخ وړل کېږی.

 

نن میډیکا افغانستان ویاړی چې د افغان ښځو یوه ملی، نادولتی، بې ګټې او بې ډلې  مؤسسه ده. موخه یې د جګړې او نورو تاو تریخوالو څخه د زیانمنو شوؤ ښځو او نجونو ملاتړ ده. میډیکا افغانستان د نېغ په نېغه اروایی- ټولنیزو او حقوقی چوپړتیاوؤ له لارې د ښځو د ژوند ښه والی په موخه هڅه کوی او په همدې حال کې د روغتیا،  ښوونې او روزنې او قانون په برخوکې د عامه پوهې کچې ته لوړتیا ورکوي او د سیمه ایزو او ملی سیاستونو د بدلون او سمون او د ښځو او نجونو ضد  تاوتریخوالی له منځه وړلو لپاره نیاو غوښتنه کوي.

 

Donation Page


 

 

 
Top of Page