پښتو | دری | English
  • Medica Afghanistan
  • Advocacy
  • Psychosocial and Health Program
  • Legal Aid Program
 

دحقوقي مرستې پروګرام

د میډیکا افغانستان د حقوقی مرستو پروګرام افغان ښځو سره په نیاو ترلاسه کولو کې مرسته کوی؛ ترڅو د هغو ښځو په لارکې حقوقی چوپړونوته د ډېرې لږې لاس رسی لویه تشه له منځه یوسی چې قانون یې په لټه کې دی او یا د کورنیو دعواګانو اولابخو په تکل کې وي. د میډیکا افغانستان د حقوقی مرستو چوپړونو کې دغه آسانتیاوې ترلاسه کېږی: په جنایی  مسألو کې د دفاع وکالت، په کورنیو دعوا ګانو اولابخو کې استازیتوب، منځګړیتوب، د حقوقی پوهې کچې لوړول، حقوقی سلا ورکول او کورنۍ سره د ښځینه بندیانو په خوندی توګه  بیا یوځای کېدل.

 

دمیډیکا افغانستان مسلکی او روزل شوی وکیلان په جزایی مسألوکې د هغو ښځو او نجونو د دفاع لپاره وړیا وکالت کوي چې د کابل، مزار شریف او هرات په ښارونو کې تر عدلی او قضایی څار لاندې وي. د میډیکا افغانستان مدافع وکیلان له څارخونې، د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز او نو څخه د ښځو او نجونو جزایی مسألې ترلاسه کوی. مدافع وکیل  د شکمن او تورن له نیول کېدلو تر درې ګونو محکمو پورې سلا مشوره ورکوی او استازیتوب یې کوي.

 

همدارنګه د میډیکا افغانستان وکیلان  په کورنیو دعوا ګانو کې،  که د مؤکل له خوا شوې وي او یا پر هغې باندې شوې وي، حقوقي مرسته کوی.

 

زموږ د وکیلانو دفترونه د عدلیې وزارت د ولایتی ریاستونو په انګړونو کې  شته لری چې ګن شمېر مؤکلین د خپلو کورنیو دعوا ګانو لپاره د میډیکا افغانستان د حقوقی چوپړونو غوښتنه ورځنې کوي. مدافع وکیلان تر هغه وخته  مؤکلینو سره مرسته کوي چې قضیه یې په محکمې کې حل او فصل شوې نه وی.

 

د میډیکا افغانستان د منځګړیتوب څانګه په کورنیو شخړو کې د دواړو خواؤ ترمنځ د ستونزو اوارولو په موخه کار کوی؛ د منځګړیتوب غوښتنه ډېر ځلې د مؤکل(ښځې) په غوښتنه کېږی چې خپل خاوند یا خسر ګڼۍ سره  یوې کورنۍ لانجې کې ښکېل  ده  او  د دې حق یې دننه په کورنۍ کې تر ګواښ لاندې نیولۍ  دی. ډېرۍ و دعواګانی هغه ښځې ثبت کوی  چې  وهل ټکول یې  خوړلي  او ګڼ شمېر یې  ژور ټپونه هم  لری. مدافع وکیلان او ټولنیز کارمندان د هغو ښځو ډېره برخه د میډیکا افغانستان اروایی ـ ټولنیزو  سلاکارانو ته استوی چې وجود کې یې د اروایی مړاویتوب یا ژور خفګان او زیان نښې لیدل کېږی.

 

د منځګړیتوب خدمتونو په وړاندې کولو کې د میډیکا افغانستان وکیلان له ټولنیزو کارکوونکو سره یوځای کار کوی؛ مدافع وکیل،  حقوقی مسألې تر غور لاندې نیسی او هغې ته د افغانستان د قانو ن او شریعت په اړه مالومات را ټولوی، او په همدې وخت کې ټولنیز کارکوونکي د کورنۍ ستونزو د حل او فصل لپاره خبرې ورسره کوی. منځګړیتوب تر محکمې دمخه د حقوقي مسألو د لړۍ بشپړولو په موخه کېږی، ترڅو دواړه خواوې د حقوقي ستونزو او هغې پورې اړونده  مسألو(د بچیانو سرپرستی، د اولادونولګښت او مالی زیان پوره کولو، ولور...)  په اړه یوې جوړې ته ورسیږی.

 

د میډیکا افغانستان وکیلانې د حقوقی مسألو په اړه د خپل مؤکل د حقوقي پوهې کچه لوړوی. وکیلان خپل مؤکل ته په پوره غور سره د دې  د قانونی حقونو،  د محکمې د پرانستلو ډول، د احتمالی وړاندیزونو او د هغوی د قانونی عواقبو، د مسألو حل لاره او د هغه تاوان  په اړه چې د دې حق دی، لارښوونه کوی. د مؤکل د پوهې کچه لوړول د دې  دپاره په پام کې نیول شوی دی چې مؤکل پخپله د مسألې په اړه د پرېکړې  کولو توان پیداکړی. د میډیکا افغانستان حقوقی مرستو ته د اړتیا لرونکو مؤکلینو حقوقی پوهه له دې امله د اهمیت وړ ده  چې ګڼ شمېر دغه مؤکلین  نالوستی دی او د خپلو هغو حقونو په اړه نه پوهېږی  چې د دې قانوني او شرعي حق دی او ښایی غوښتنه یې وکړی. ګن شمېر ښځې چې ولایتونو کې دعدلیې وزارت پورې اړونده  ریاستونو کې د میډیکا افغانستان دفترونو څخه لیدنه کوی، هغه کسان دی چې د حقوقی خدمتونو په اړه یې یوبل څخه مالومات  ترلاسه کړي دي او ځینې نور هم  د اروایی ـ ټولنیزې  روغتیا ټیم د همکارانو  له خوا دغو مرکزونو ته استول کېږی. میډیکا افغانستان هغو ښځو ته هم حقوقی سلا ورکوی چې په یوې جزایی ، کورنیی او یا د منځګړیتوب لړۍ کې یې غوښتنه وکړي.

 

په ۲۰۰۹ کال کې میډیکا افغانستان په ښه توګه د ښځو اړتیاؤ پوره کولو لپاره ټولنیز چوپړ د حقوقی مرستو څخه په ګټې اخیستنې جوړکړ. د میډیکا افغانستان  د کار کوونکو له خوا ترسره شوې څېړنې  وښودله چې ګڼ شمېر توقیف شوې ښځې او نجونې له خپلو کورنیو او دوستانو څخه  د جلاکېدلو له امله ډېرې ځورېږی. سربېره پردې هغه ښځې او نجونې چې له بند خونو څخه را خوشې شوې دي خپلو کورونو ته  د بیا  راستنېدلو له امله ډېرو سختو کړاونو سره مخامخ  شوي  لکه د کورنیو او ټولنې له خوا  د رټلو اندېښنه  او ناکراری. د ټولنیز کار څانګې په جوړېدلو سره، د میډیکا افغانستان ټولنیزو کارکوونکو د توقیف لاندې ښځو په ټولنیزو اړتیاوؤ په پوهېدلو بریالي شول چې په پوره کولو کې یې ورسره مرسته کوی لکه د موکل له کورنی سره ارتباط او د اړیکو جوړول، بچیانو سره د دوی د لیدو کاتو د غوښتنلیک د پړاوونو بشپړول، د کورنی لیده کاته سمبالول، د دوی مادی اړتیا  پوره کول، له بند خونې څخه تر راخوشې  کېدلو وروسته په بریالی توګه له کورنیو سره د دوی بیا یوځای کېدل، او یا د اړتیا په صورت کې امن خونو ته د دوی ننه ایستل. همدغه شان، ټولنیز کارکوونکي جزایی او حقوقی مسألو پسې ترهغه وخته ګرځي چې مؤکل ورته اړتیا ولری. کله چې ښځې او نجونې بند خونو څخه را خوشې کېږی ټولنیز کارکوونکی هغوی ته وړ چوپړونه وړاندې کوی،  د بېلګې په ډول روغتیایی مرکزونو او  مسلکي ښوونیزو پروګرامونو او کار موندلو کې ورسره مرسته کوی.

 

 

Donation Page


 

 

 
Top of Page