پښتو | دری | English
  • Medica Afghanistan
  • Advocacy
  • Psychosocial and Health Program
  • Legal Aid Program
 

زموږ د کار مخینه

۲۰۰۱ کال څخه را په دې خوا افغان ښځو او نجونو یو لړ د پام وړ لاس ته راوړنې په تېره بیا د سیاسی مشارکت، زده کړې او دندې ترسره کولو  په برخو کې لرلې دی. خو دغه لاس ته راوړنې، هم غولوونکې او هم ماتېدونکې دي. په لومړی ګام کې دغه لاس ته راوړنې  یواځې د کاغذ پرمخ  پاتې او په عملی ډګر کې له پامه غورځول شوی دي؛ د ۲۰۰۴ کال اساسی قانون  په ډاګه څرګندوی چې ښځې او نارینه  د قانون په وړاندې د یوشانته حقونو لرونکي دي، په داسې حال کې چې ځینې ملی، دودیز او شرعی قوانین د نابرابرو حقونو څرګندولو دپاره سره چپ او متضادې نسخې ورکوی او ناکاره او وروست قضایی سیستم د جنسیتی مسألو په اړه ړوند دی. دویمه داچې د ښځو په لاس را منځ ته شوې ګټې په  ناانډوله  توګه وېشل کېږی؛ ښار کې مېشته  ګڼ شمېر ښځې، زده کړې او دندې  ته لاس رسی لری  په داسې حال کې چې کلیوالو سیمو او د هېواد محافظه کارو برخو ته  یې لا پراختیا نه ده موندلې. او په پای کې دغه واقعي خطر هم شته چې د وروستیو لسو کاونو لاس ته راوړنې ناکامی سره مخامخ او یا  اپوټه یا برعکس شی. هېڅ کو م داسې اوږد مهاله  قانون، قضایی کړنې یا  دولتی جوړښتونه  نشته چې د هغوی ساتنه وکړی، او نه  داسې کوم  سیاسی  یا  ټولنیز لارښود شته چې د هغوی په ګټه خبرې  وکړی.

 

د ټولنیز ژوند په واقعیتونو کې د ښځو ضد رواج شوی توپيري دود په ډاګه ښکاری. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰  کلونو تر منځ ۶۶ سلنه هلکانو او یواځې ۴۰ سلنه نجونو لومړنیو ښوونځیو ته لار وموندله؛ او لومړنیو څو کلونو کې ۷۵ سلنه نجونې ښوونځي ته له تللو څخه بې برخې شوې. ۱۸ سلنه هلکانو په لېسو کې سبق وایه  خو یواځې ۶ سلنه نجونو وکولای شول په لیسو کې لوستلو ته دوام ورکړی. تر ۴۰ سلنه زیات نارینه په لیک لوست پوهېږی د سواد لرونکو ښځو شمېره  یواځې ۱۲ سلنه ده. نارینه کولای شی څلور ښځې ولری خو ښځې یواځې یو مېړه لری. طلاق  د نارینه  دپاره آسان خو د ښځو لپاره ډېر ګران کار دی. طلاق شوې  ښځه نشی کولای یواځې ژوند  وکړی، اړینه  ده چې بېرته  د خپل پلار کورته  ستنه  شی، چې کېدای شی هغوی یې هم منلو ته تیار نه وی. پردې سربېره د  واده  کولو دودیزه طریقه د ښځو لپاره ناسمه او له خطره ډکه ده. سره د دې چې په زوره او ماشومتوب کې واده ناقانونه دی  خو ۵۷ سلنه  نجونې له خپل قانونی سن ۱۶ کلنی(۱۸ کلنی د هلکانو لپاره) څخه دمخه په مېړه ورکول کېږي او ۶۰ تر ۸۰ سلنه ودونه  په زوره ترسره کېږی. نجونې د پخوا له وخته  ودونو له امله  د ښوونځي پرېښودلو ته اړې ایستل کېږی، او تروخت  دمخه  بلاربېدل  د دوی  روغتیا  او د ژوند سلامتیا له ګواښ سره مخامخ کوی.  په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د میندو مړینه  تر زیاتو افریقایی هېوادونو یواځې لږ څه ډېره  وه  خو د نوؤ پیداشوؤ ماشومانو مړینه  په نړۍ  کې تر ټولو اوچته وه.

 

په افغانستان کې  ښځو له ډېرو نسلونو راهیسې د دود او دستور په نوم ډول ډول تاو تریخوالی زغملۍ او تل  د نارینه د شتمنی په څېر چلند ورسره شوی دی. په دې وروستیو وختوکې د ښځو د چُپه خوله ساتلو لپاره د اسلام له سیاسی تفسیرونو ځنې ګټه اخیستل شوې ده. د طالبانو د واکمنی کلونو چې  زلند یا ظلم کوونکی رژیم یې درلود او ښځې  یې بندی کړې وې،  په کلتوری چاپېر باندې اوږد مهاله ناهیلی غوړولې ده. پردغو تاریخی ربړونو او ستونزو سربېره له دریو لسیزو څخه زیاتو ورانوونکو جګړو د ښارونو شاوخوا او ان لوی ښارونه په کنډوالو بدل کړي دي. د کلونو جګړو او بې امنیتی  په لړکې  ښځې او نجونه  د سیاسی او پوځی تاوتریخوالو له امله زیانمنې شوې دي. ترټولو دردوونکې خو داخبره ده چې هغه څه چې یو هېواد په کنډوالې اړوی ټولنیزو ارزښتونو، د کورنیو جوړښتونو انسان رغاوونکو  ځانګړتیاؤ یانې روح او اروا ته هم زیان رسوی. ډېرو افغانانو نه یواځې خپل کورونه او کورنی دلاسه ورکړي بلکه همدغه شان د خواخوږی حس، زړه سوی او مهربانی او د بشر دوستی حس یې هم له لاسه ورکړی دی. کله چې د یوې کورنی زورور غړی د کمزوری په وړاندې له تاوتریخوالي کاراخلی، پرښځو او نجونو باندې هم د یوډول ځانګړی تاوتریخوالی اغېز پریوځي.

 

په دغو تاوتریخوالو کې  جنسی تیری، فزیکی برید ،  وهل ټکول، سړی تښتونه، په زور ودونه، د ماشومتوب ودونه، په فزیکی ډول بندی کول، په زوره بدلمنی، لوږه، ربړونه، د بدن د غړو پرېکول، وژنه، په اصطلاح ناموسی  وژنې او سیاسی ترور شامل دي. دغه ډول تاوتریخوالي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پرضد  دود دي. هغه نظرپوښتنه  چې ۲۰۰۸ کال کې  د ټول هېواد له ۴۷۰۰ ښځو څخه تر سره شوه  ښیې چې ۸۷.۲ سلنه ښځو لږ ترلږه  یوځل په خپل ټول عمرکې  یو تاوتریخوالی لکه فزیکی، جنسی، یا اروایی تاوتریخوالی یا په زوره  واده ازمایلی دی. دغه څېړنه د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له خوا ترسره شوه او په ډاګه  کوی چې تر ۵۰ سلنه زیاتې افغان مېرمنې د کورنی تاوتریخوالی موخه ګرځېدلی دی. دغه ډول تاوتریخوالی  ښځې اړباسی چې له کوره وتښتي، د نیول کېدلو او بندی کېدلو خطر په ځان ومنی او ان ترهغه هم ناوړه داچې خپل ژوند پای ته ورسوی. یوه څېړنه چې په ۲۰۰۶ کال کې میډیکا افغانستان په کابل، وردک او هرات کې کړې ده  ښیی  چې د ۴۰ سلنه هغو ښځو سره د خپلو مېړونو یا خسر ګڼیو له خوا تاوتریخوالی شوی دی  چې د ځان سوځونې له امله یې ساه  ورکړې ده  په دغو کې ۲۹ سلنه  په زوره  او ۳۰ سلنه په ماشومتوب  کې واده ته اړایستل شوې وې. افغان ښځې اوس هم په نرواکه ټولنې کې ژوند کوی چې تاوتریخوالی څخه د پرځای کېنولو د وسیلې په توګه  کار اخیستل کېږی.

 

مظلومو ښځوسره د میډیکا افغانستان د مرستو په پایله کې دغه تجربه ترلاسه شوې ده چې تاوتریخوالی یوډول سرایت کوونکی زهرجن او سمی چلن دی چې نه یواځې یوه اوبالي یا مجرم څخه بل اوبالی  ته لېږدول کېږی  بلکه د یوه جرم کوونکي څخه قربانی ته هم سرایت کوی چې کېدای شی هغه هم د نورو په وړاندې له تاوتریخوالی کار واخلی.  په تېره بیا کېدای شی ښځې د ښځو او ماشومانو په وړاندې، یوه ماینه د بلې ماینې په وړاندې، یوه خواښې د ناوې په وړاندې، یوه مور د خپلو بچیانو په وړاندې له تاو تریخوالی کار واخلی او د تاو تریخوالی هره قربانی بل څوک د تاو تریخوالی قربانی کړی. د بېلګې په توګه کېدای شی هغه ښځې چې جنسی تېری ورباندې شوی وی او یا په زوره واده ته  اړایستل شوې وی  له عاطفې پلوه بې احساسې شي او د خواخوږی حس د لاسه ورکړی. د کورنۍ د غړو او راتلونکو نسلونو ترمنځ  د زړه سوي پرځای کرکه  او تروېځه  ډېرېږی او کېدای شی چې غوسه بیا په تاوتریخوالی بدله شی.

 

اوس مهال ښځې د افغانسان د وګړو له ۳۰ ملیونه اټکلی شمېرې څخه ۴۹ سلنه نفوس جوړوی. او د دوی اوسنی وضعیت د انسانی ودې په وړاندې یوه کلکه ستونزه  ګڼل کېږی. افغان مېرمنې په عام ډو ل لومړی ګام کې د خپلو مېړونو په پرتله او په  دویم  ګام کې د نورو هېوادونو د ښځو په پرتله تر ټولو بد حالت کې ژوند کوی. د هغوی وضعیت د روغتیایی پاملرنو، ښوونې او روزنې او تاوتریخوالی څخه د خوندی توب  له پلوه ډېر وېروونکی  دی. میډیکا افغانستان هغوی سره د مرستې په هڅو او هاند کې د ډېرو لویو خنډونو سره مخامخ دی. په هېوا دکې ورځ تربلې زیاتېدونکې ناامنی، د افغان او بهرنیو ځواکونو په وړاندې د مخالفینو بریدونه، پراخه وېره، د ډاډ  نشتوالی او ناهیلی رامنځ ته کوی.  دغه ډول وضعیت ښځوته چُپه خوله ساتل، بندیتوب او یوازېتوب ور په برخه کوی . سربېره پردې په سیاست کې محافظه کارانه مذهبی  لیدلوری په زیاتېدونکي ډول د ښځو په وړاندې رامنځ ته کېږی او له توپیره ډک د اساسی قانون خلاف  قوانین تصویبېږی د بېلګې په ډول:  دښځو د خوندی خونو په اړه عیب موندنه؛ له دې امله ښځو ته ډېره ګرانه ده چې د خپلو حقونو غوښتلو لپاره پر خپل ځان باور ولری. او د میډیکا افغانستان په څېر د ښځو د حقونو ملاتړو ته هم ډېره ګرانېږی چې بې پردې خبرې وکړی. او په پای کې هم قضائیه  قوه چې باید د نافذو قوانینو او اساسی قانون،  چې د ښځو د حقوقو ضامن ګڼل کېږی، ملاتړ وکړی  یا  د بې پروایی او یا هم  د فساد له امله خپلې سترګې پرې پټوی.

 

اوس مهال په کورنی اقتصاد کې، د هیواد په اقتصادکې د کارګرانو په حیث ، او د هیواد راتلونکي په مثبت بدلون  راوستلو کې د ښځو ونډه ناپېژانده پاتې ده، په همدې حال کې هغه لاس ته راوړنې چې وروستۍ لسیزې کې ښځو په ډېرې ګراني او کړاو خپلې کړي هم د هوسۍ (غرڅې)  په ښکر  کې ځوړندې  پاتې دی. میډیکا افغانستان په دې برخې کې د ښځو لپاره خپل دریځ ته هماغسې دوام ورکوی.

 

 

Donation Page


 

 

 
Top of Page