پښتو | دری | English
  • Medica Afghanistan
  • Advocacy
  • Psychosocial and Health Program
  • Legal Aid Program
 

  د افغان ښځود اسلامی او قانونی حقونو نیاو غوښتنه     

سربېره پردې چې میډیکا افغانستان ښځو ته نېغ په نېغه چوپړ وړاندې کوي د ښځو د ژوندانه کیفیت لوړو لو په موخه هم د بشری حقونو لپاره د هغوی په نیاو غوښتنې کې هڅې او هاند کوی. د نیاو غوښتنې موخه په قوانینو، پالېسي ګانو او د ښځو په اړه عام لور لیدونو کې د مثبتو بدلونونو منځ ته راوړل دی. د میډیکا افغانستان د کار په مرکز کې یوه مسأله هم د  ودونو په قانونی ډول ثبتول دی ترڅو د زور او په کوچنی والی کی له  ودونو څخه مخنیوی وشی چې دواړه په افغانستان کې ناقانونه دی او پایله یې هم تر ډېره بریده  د ښځو او ماشومانو پرضد تاو تریخوالی دی. د نیاو غوښتنې  ستراتېژی چې  په ۲۰۰۵ کال کې جوړه شوه دغه مثبتې  پایلې لرلې دي: سترې محکمې قانونی نکاح لیک جوړ کړی او د کابل ، هرات، بلخ او پروان په ولایتونو کې یې د واده د ثبت او راجستر دفترونه  پرانیستلی دی.

 

 له دې امله چې معمولا سیمه ایز ملاصاحبان د نکاح چارې تر سره کوی، میډیکا افغانستان د کلیوالو ملاصاحبانو د پاره یو ښوونیز پروګرام پلۍ کوی. د میډیکا افغانستان وکیلان هغوی ته د ودونو ثبتولو د لړۍ په اړه لارښوونه کوی، او د میډیکا افغانستان اروایی سلاکاران په ماشومتوب کې د ودونو د تاوتریخوالي ډکې پایلې له امله د کړېدونکو  نجونو او کورنیو بېلګې وړاندې کوی. د حج او اوقافو وزارت عالمان هم د میډیکا افغانستان ښوونیزو پروګرامونو سره یوځای شوي دي ترڅو سیمه ایز ملاصاحبان وپوهوی چې د زور او کوچنیوالي ودونه د شریعت او اسلام خلاف دی. د ودونو ثبتولو د پیاوړتیا  لپاره د میډیکا افغانستان کار او هڅې روانې دی ترڅو په ټولو ولایتونو کې، چې دغه مؤسسه فعالیت کوی، د مذهبی رهبرانو، ټولنیزو کارکوونکو،  ښوونکو،  روغتیایی کارکوونکو، پولیسانو، د عدلیې وزارت کار کوونکو او نادولتی سازمانونو د پوهې کچه لوړه کړی.

 

سربېره پردې میډیکا افغانستان د خپلې نیاو غوښتنې هڅو ته دوام ورکوی تر څو د ښځو ضد تاوتریخوالي قانون د څارنوالانو او قاضیانو له خوا پلی شی. همدارنګه میډیکا افغانستان،  د کورنیو په اړه  د نوي قانون د تصویب لپاره چې د کور کهول او ښځو د حقونو ساتنه کوی فعال رول لوبولی دی. د دې قانون نوښت د ښځو چارو وزارت  او وړاند لیکنه یې له افغان ماهرینو څخه جوړې شوې کمیټې کړې ده .د میډیکا افغانستان وکیلان او اروایی ـ ټولنیز  سلاکاران له ډېرې زیاتې مودې راهیسې بندی ښځو سره په کار بوخت دی او په همدې وخت کې د میډیکا افغانستان د نیاو غوښتنې ټیمونه زیار باسی  ترڅو د عدلیې وزارت،  د کابل، مزار شریف او هرات بندخونو د کیفیت ښه کولو ته وهڅوی.

 

دغه د میډیکا افغانستان د نیاو غوښتنې د هڅو یواځې څو بېلګې دي. همدارنګه میډیکا افغانستان د پوسټرونو او تلویزیونی او راډیوئې پروګرامونو له لارې کورني تاو تریخوالی سره د مبارزې  په موخه کمپاین  پیل کړی دی. میډیکا افغانستان د کورني تاوتریخوالی او کورنیوکې د ښځو د حقونو په اړه د قضاییه قوې لپاره ګټور کنفرانسونه جوړ کړي دي. همدارنګه میډیکا افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان  د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک د تبلیغ لپاره ، چې د سولې ټینګښت او پرمختیا په ټولو پړاونو کې د ښځو د فعالې ونډې اخیستنې غوښتونکې ده، ویډیویی  کنفرانس جوړ کړۍ دی. میډیکا افغانستان ټاکل شوؤ نادولتی مؤسسو، ملی او سیمه ایزو دولتی بنسټونو او مذهبی چارواکو ته د دوی له غوښتنې سره سم ګټور او ښوونیز پروګرامونه د هغو مسألو په اړه جوړ کړي چې د ښځو په مسألوپورې اړوند د اسلام په مبین دین، د هیواد نافذو قوانینو او د بشر حقونو نړیوالو تړونونو کې ثبت اود افغانستان اسلامی جمهوری دولت هم منلي دي. میډیکا افغانستان هم د افغانستان د ښځو شبکې سره په همچاری  د نیاو غوښتنې په غونډو کې ګډون کوی ترڅو ښځې د ژوندانه د عامو چارو په پرېکړو کولو او سولې او امنیت لپاره پلان جوړونې کې، چې د هېواد راتلونکي ته د ډېر اهمیت وړدی، پیاوړې کړی.

 

Donation Page


 

 

 
Top of Page